وېنس وايي هيله لري چې اسلام اباد د "پاکستان مېشتو وسلوالو" په نيولو کې له هند سره همکاري وکړي د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس ويلي دي، واشنګټن هیله لري چې اسلام اباد د "پاکستان مېشتو وسلوالو" په نيولو کې له نوي دلي سره همکاري وکړي.نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه د امريکا له فاکس نيوز ټېلېويژن سره د مرکې پر مهال په عين حال کې وويل چې واشنګټن هيله لري چې په پهلګام کې تر وروستي وسلوال بريد وروسته بايد د هند غبرګون د "پراخې سیمه ییزې شخړې" لامل نه شي. د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې پر سيلانيانو په وسلوال بريد کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول. هند هغه پېښه یو "ترهګر... Читать полностью...