په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ومنله چې بې کیفیته خوراکي توکي يې وارد کړي دي
وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست نیوکه وکړه چې د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته «د بشري مرستو په نوم» بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي وارد کړي، په افغانستان کې د دې پروګرام چارواکو ازادي راډیو سره دا خبره ومنله.
په افغانستان کې د «د ډبلیو اف پي» د اړیکو مسوول فیلیپ کروف د چهارشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا توکي دوه کاله وړاندې وارد شوي وو خو ټینګار یې وکړ چې د وېش مخه یې نیول شوې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې، ډبلیو اف پي د ځینو ځانګړو...