Добавить новость

په غور ولایت کې یوې شل کلنې نجلۍ "د یو طالب سره له جبري واده" نه د خلاصون لپاره ځان ته اور اچولی او مړه شوې

په غور ولایت کې د عابدې په نوم یوې شل کلنې نجلۍ له جبري واده نه د خلاصون لپاره ځان ته اور اچولی او مړه شوې ده. د شل کلنې عابدې چې د روانه اونۍ د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۲۷ مه یې جبري واده نه د خلاصون لپاره ځان ته اور واچوه او مړه شوه د کورنۍ یوه غړی وايي، د عابدې د ځان وژنې پېښه د غور د تیورهِ ولسوالۍ په درزاب نیلي کلي کې رامنځته شوې ده. د عابدې دې نږدې خپلوانې د نوم د نه ښودو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکه چې د سیمه ییزو طالبانو یو مشر غوښتل چې عابده د هغې له خوښې پرته خپل ورور ته په نکاح کړي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта