د پاکستان حکومت پر اباسین د شپږو نویو نهرونو جوړولو لانجمنه پروژه درولې ده
د پاکستان د ګډو ګټو شورا (کونسل اف کامن انټرسټس يا سي سي ای) د مرکزي حکومت د هغه اقدام ملاتړ کړی دی چې پر اباسین د شپږو نویو نهرونو (کانالونو) جوړولو پروژه د صوبو تر مینځ د موافقې تر لاسه کېدو پورې دروي.د شورا غونډه د اپرېل پر ۲۸مه په اسلام اباد کې وشوه چې د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف سربېره د پاکستان د ټولو صوبو اعلاوزيرانو او يو شمېر نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو ګډون پکې کړی وو.
تر غونډې وروسته په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وويل شول: "سي سي ای د مرکزي حکومت هغه پالیسي تاییدوي چې له متقابل تفاهم پرته به هېڅ نوي نهرونه نه جوړېږي.