کراچۍ مېشتي افغانان وايي د مېلیونونو روپیو کاروبارونه نه شي پرېښودای
په کراچۍ کې مېشت افغان کاروباریان وايي، په هغه ښار کې یې د مېلیونونو روپیو پانګونه کړې، ځمکې یې اخیستې دي او په خلکو یې لکونه روپۍ پور دي نو ځکه هر څه سمدستي نه شي ختمولای. په هغه ښار کې ګڼ افغانان د کباړ لوی کاروبارونه لري. یو افغان کډوال مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت دې ورته د کاروبار ټولولو لپاره یو کال وخت ورکړي. د پاکستان حکومت د اپرېل پر درېیمه د بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو د ستنولو دویم پړاو پیل کړ. اسلام اباد د افغانانو ستنول د هېواد د امنیت په ګټه بولي. په وروستیو...