د پلازمینې کابل اوسیدنکي؛ انټرنیټي شبکو ته ډیر فیس ورکوو، خو د انټرنیټ کیفیت يې ټیټ دی
د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د دوی په سیمو کې د انټرنیټ له کمزوري کیفیت شکایت کوي.
دوی ازادي راډيو ته وویل،که څه هم دوی د انټرنیټ لپاره مخابراتي شبکو ته لوړ میاشتنی فیس ورکوي خو د انټرنیټ ټیټ کیفیت د دوی ستونزې نه شي حل کولای.
د کابل اوسېدونکې مرسل وايي خپلو دوستانو او خپلوانو سره د خبرو لپاره په خپل سیم کې انترنیټ فعالوي خو دا چې کیفیت يې خورا کمزوری دی نه شي کولای په سمه توګه ترې استفاده وکړي.
مرسل ازادي راډیو ته وویل،
"کله چې موږ ایران، پاکستان او یا اروپايي هیوادونو کې خپلو...