د بښنې نړیوال سازمان وايي پر افغان ښځو نور سخت محدودیتونه هم لګېدلي
د بښنې نړیوال سازمان د راپور په خپرېدو سره، د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ښځو د حقونو د مخ پر زیاتېدونکي نقض په وړاندې جدي او غوڅ دریځ ونیسي.
امنېستي انټرنشنل په خپل کلني راپور کې، چې پرون خپور شوی، ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر عامه حضور نور سخت محدودیتونه هم لګولي دي.