د کتاب پلورونکو سوړ بازار؛ که څه هم کتابونه ارزانه پلورو خو څوک يې نه اخلي
په کابل او ولایتونو کې یو شمیر کتاب پلورنکي وايي، د کتاب اونۍ په مناسبت یې د ځانکړی تخفیف په ورکولو سره وکولای شول خپل یو شمیر کتابونه وپلوري.
خو یو شمیر دوی وايي، خلک اقتصادي ستونزې لري او دې موضوع په ټوله کې د کتاب په بازار هم اغیز کړی، چې د کتابونو ځني مینوال یې هم تايدوي.
په کابل کې د سروش کتاب پلورنځي مسوول نجیب ځیرک ازادي راډیو ته وویل، دوی هم د کتاب اونۍ په مناسبت د ځانکړی تخفیف په ورکولو سره وکولای شول خپل یو شمیر کتابونه وپلوري.
" مونږ هم د یوې اونۍ لپاره تخفیف اعلان کړی و، په دې ورځو کې...