فاریاب او دایکنډي کې هم د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو خپرول منع شول
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په فاریاب او دایکنډي ولایتونو کې هم د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز ولګول شو.
دغه مرکز نن چهارشنبه ( د ثور لسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې اعلان سره د هغو ولایتونو شمېر چې دغه ډول تصویرونه په کې بند شوي، ۱۷ ته ورسېد.
د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له دې وړاندې ویلي و چې دوی دغه بندیز په تدریج سره په ټول افغانستان کې پلی کوي.
د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو بندیز، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د هغه قانون یوه برخه ده چې...