د ایران په بندر عباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر ۷۰ ته ورسید د ایران د دولتي رسنۍ په وینا په بندرعباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر اویاو ته ورسید او د ټپيانو شمیر یې تر دولس سوو اوښتی دی. چارواکو پرون ناوخته وویل چې د اته څلویښت ساعتونو له تیریدو وروسته لاهم دا اور چې د شهید رجایي په بندر کې لګیدلی و نه دی مړ شوی، خو تر کنټرول لاندې راغلی دی. چارواکو تر اوسه د شهید رجایي په بندر کې د اپریل د شپږ ویشتمې نیټې د چاودنې علت سم نه دی روښانه کړی، خو خپلواکو متخصصینو ویلي دي چې دا چاودنه په ناسمه توګه د سوډیم پرکلورایډ د زیرمې له امله رامنځته شوې ده. سوډیم پرکلورایډ د توغندیو د سون په موادو کې کارول کیږي. Читать полностью...
Жена Гарика Харламова появилась на публике с округлившимся животом и подогрела разговоры о беременности