هند غواړي له افغانستان سره اړیکي پراخه کړي، طالبانو يې هرکلی کړی دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو د پراخولو لپاره د لېواتیا ښودلو خبره کړې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا موضوع د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان په چارو کې عمومي مشر انند پرکاش د یکشنبې په ورځ د ثور په ۷مه په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې مطرح کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او زیربنایي پروژو په اړه خبرې کړي...