تاجکستان په لسګونو افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي
په تاجکستان کې یوشمېر افغان کډوال وايي، په دې وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه شوې ده.
دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، یو شمېر هغه افغان کډوال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) سره ثبت وو، هغوی هم له دغه هېواده ایستل شوي دي.