Более 53 тысяч семей из всех регионов России приняли участие в конкурсе "Рисуем с детьми Вечный огонь"
د روسیې یو ډګر جنرال مسکو ته څيرمه ووژل شو د روسیې تحقیقاتي کمیټې نن وویل چې د دغهَ هیواد یو جګپوړی پوځي افسر د ماسکو په لمن کې ووژل شو. ډګر جنرال یاروسلاو موسکالیک د روسیې د وسله والو ځواکونو د عمومي درستیز د عملیاتي ریاست مرسیتال و. دا جنرال نن په موټر کې د نیستروف پر سړک روان و چې د ریموټ کنټرول له لارې په ترسره شوې چاودنه کې ووژل شو. د روسیې د تحقیقاتي کمیټې په وینا د ډګرجنرال یاروسلاو موسکالیک د وژلو د پيښې تحقیقات روان دی. پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې جنرال ایګور کیريلوف هم په ماسکو کې په یوې چاودنه کې وژل شوی و، د هغې چاودنې مسوولیت د اوکراین استخباراتو منلی و. Читать полностью...