د هند او پاکستان په اړیکو کې ترینګلتیا، د واګې بندر تړل شوی خو اقتصادي زیان يې افغانستان ته څومره دی؟
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان له خوا د هند د تحریمونو په غبرګون د واګه بندر په تړل کېدو سره به د افغانستان صادارت زیانمن او کموالی په کې شي.
د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزی ازادي راډیو ته وویل، دا بندر د چهارشنبې په ورځ ناوخته د سوداګرو پر مخ تړل شوی او دا مهال چې کوم مالونه په لاره دي هغه هم له ستونزو سره مخ دي.
هغه ازادي راډیو ته وویل، " د واګې بندر زمونږ د صادارتو په ځانګړي ډول د وچې او تازه میوې د صادرولو لپاره ډیر مهم بندر دی او یوه اساسي او نېږدې وچه لاره...