په نورستان کې د ترافیکې پېښې له کبله ۶ کسان وژل شوي دي په نورستان کې د ترافیکې پېښې له کبله ۶ کسان وژل شوي دي. د طالبان تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري په حواله ویلي، "پيښه پرون ماښام د کامدیش ولسوالۍ اړوند په پتیګل سیمه کې رامنځته شوې ده". د حیدري په ټکو، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي. خراب سړکونه او د ترافیکي اصولو نه رعایت په افغانستان کې د ډیرو ترافیکي پېښو عمده لامل بلل کیږي. Читать полностью...