خوړو نړیوال پروګرام: د افغان ستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۵ ملیون ډالرو ته بیړنۍ اړتیا ده د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د روان کال تر پایه پورې له پاکستان څخه افغانستان ته له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۵ ملیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري. په افغانستان کې د WFP د پروګرام استازې موتینتا چیموکا په یوه ویډیو کلیپ کې چې د اپریل په درویشتمه یې پر ایکسپاڼه خپور کړی دی، ویلي دي چې دا تورخم ته تللې، هغه ځای ته چې هره ورځ له دې لارې په زرګونو افغان کډوال له پاکستانه راځي. هغې وویل چې دا هغه خلک دي، چې ډیری یې خپل ټول ژوند په پاکستان کې تیر کړی او اړ شوي چې خالي لاس بیرته راستانه شي، ځینې... Читать полностью...