Добавить новость

د هند تر واک لاندې کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو د وسله والو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي دي

د هند تر واک لاندې کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو د وسله والو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي دي. فرانس پرس خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پر سیلانیانو دا ډزې پرون سه شنبې د پهلګام په نوم یو تفریحي ځای کې شوي دي. پهلګام د سرینګر ښار په ۹۰ کیلومټري کې پرته سیمه ده. د فرانس پرس په ټکو، له ۲۰۰۰ کال راهیسې دا په کشمیر کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده چې رامنځته کیږي. د هند صداعظم نریندار مودي د وسلوالو په ډزو کې د سیلانیانو وژل کیدل غندلي او هغه يې یو "کرکجن عمل" بللی دی. مودي ژمنه کړې چې بریدکوونکو ته به سزا ورکوي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта