یونسف: له پاکستانه راستنو شویو کې لویه برخه ماشومان دي چې ګڼې ستونزې ګالي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونسف وایي، له پاکستانه په اخراج شویو افغان کډوالو کې لویه برخه ماشومان دي.
د دغې ادارې یوه مسول ویلي چې دغه ماشومان افغانستان ته په راتګ له ستونزو سره مخامخ دي او ځینې يې داسې وو چې له خپلو کورنیو جلا شوي وو.