د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي
د متحده عربي اماراتو د وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د اپرېل پر ۲۰مه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۰مه په بیان کې ويلي دي چې ټاکل شوې نوموړی له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره وګوري او ورسره د سوداګرۍ او پانګونې، د توانایۍ (انرژۍ) په برخه کې پر همکارۍ، سیمه ییز امنیت او د ولسونو ترمینځ پر رابطو خبرې وکړي.
بیان وايي، آل نهیان به د پاکستان له وزیراعظم محمد شهباز شریف سره هم ګوري.
متحده عربي امارات له...