ملامحمد حسن اخوند ویلي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو
ښاغلي حسن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار سره په لیدنه کې دا خبره کړې ده.
د ارګ ماڼۍ په بیان کې راغلي چې د کډوالو سره د ناوړه چلند په تړاو ښاغلي ملا حسن زیاته کړې چې دا کړنې د دواړو هېوادونو تر منځ واټن رامنځته کوي او تېرې ښې اړیکې باطلې ګرځوي.
ښاغلي حسن اوسنیو ستونزو ته د خبرو له لارې د حل په لټولو ټینګار کړی دی.