Забайкальцы во все времена проявляли стойкость и героизм: Уроки мужества проводят вице-премьеры правительства Забайкалья
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل. په دې لیدنه کې چې نن له غرمې وروسته ارګ ماڼۍ کې وشوه دار او ملا حسن پر سوداګرۍ، امنیت او سیمه ییز اتصال باندې خبرې کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو خواو په لوړه کچه د تماس پر دوام ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته تللی چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي. Читать полностью...
Забайкальцы во все времена проявляли стойкость и героизм: Уроки мужества проводят вице-премьеры правительства Забайкалья