د خیبرپښتونخوا په سوات کې د "ناموس په نوم" یوه ۱۲کلن نجلۍ وژل شوې ده د خیبرپښتونخوا په سوات کې د "ناموس په نوم" د یوې ماشومې د وژنې په تړاو د هغې تره او ماما نیول شوي دي. د سوات په مټي سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي وړمه ورځ د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، "دا ۱۲کلنه نجلۍ د اپریل په څلورمه په شکردره سیمه کې وژل شوې وه او کورنۍ يې د هغې مړینه ته د ځان وژنې نوم ورکړی و. د چارواکو په خبره، له څیړنو وروسته څرګنده شوې چې دا ماشومه د ناموس په نوم وژل شوې وه. که څه پولیسو د دې نجلۍ هویت او د وژل کیدو د لامل په اړه څه ویلي نه دي، خو د پولیسو په ټکو د قضیې په تړاو يې د هغې تره او ماما نیولي دي. Читать полностью...