بنګله دیش له پاکستانه غوښتي چې تاوان ورکړي
بنګله دیش له اسلام اباده وغوښتل چې د پاکستان پوځ باید د ۱۹۷۱ کال د ظلمونو او تیریو له امله بخښنه وغواړي او د بنګله دیش تر خپلواکۍ مخکې چې د پاکستان په بهرنیو زیرمو کې د بنګله دیش څلوراعشاریه دوه پنځوس میلیارډه ډالر پیسې وې، بیرته ورکړي.
د بنګله دیش د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاسم الدین له خپلې پاکستانۍ سیالې امنه بلوچ سره د پنجشنبې( اپریل ۱۷ مه) په ورځ په ډاکه کې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، له پاکستان سره مو تاریخي ناحل شوي مسایل وڅیړل چې په هغو کې د ۱۹۷۱ کال د خپلواکۍ د جګړې په ترڅ کې...