Добавить новость

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پلاوی سبا کابل ته ځي

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر او د صدراعظم د مرستیال اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی سبا کابل ته ولاړ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان نن وویل، دا پلاوی به د طالبانو له رییس الوزراء، د اقتصادي چارو له مرستیال وزیر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړي. کابل ته د پاکستان جګپوړی پلاوی په داسې وخت کې ځي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی پلاوی خپل درې ورځنی سفر رانغاړي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта