اسلام اباد وایي چې له افغان طالبانو سره دوه اړخیزې اړیکي بیا پیل شوې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د لوړې کچې دوه اړخیزې اړیکې له اوږدې وقفې وروسته بیا پیل شوې دي. هغه د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل چې پاکستان به د طالبانو له چارواکو سره کار وکړي ترڅو د افغانستان په ګډون درې اړخیز او څو اړخیز ډیپلوماتیک میکانیزمونه بیا فعال کړي. په دې میکانیزمونو کې د روسیې په ګډون یوشمیر ګاونډیان، د پاکستان افغانستان او چین درې اړخیز لورې، ازبکستان او ایران سره مذاکرات شامل دي. په ورته وخت کې، محمد... Читать полностью...