بنو کې د اېپي فقیر ۶۵م تلین لمانځل شوی دی
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتنو د حقونو د مبارز حاجي میرزا علي خان، چې د اېپي فقیر یا فقیر اېپي په نوم یادېده، د ۶۵م تلین په مناسبت غونډه شوې ده. د اپرېل ۱۶مې ناستې ته د بېلابېلو ګوندونو سیمه ییز مشران، ولسي مشران، ځوانان او د غورځنګونو استازي ورغلي ول او د نوموړي پر سیاسي او جنګي مبارزه یې خبرې وکړې. ویناوالو وویل چې فقیر اېپي د هند پر نیمه وچې د برېتانیا د واکمنۍ پر مهال د ازادۍ د مبارزې له مخکښو شخصیتونو یو وو. د شمالي وزیرستان د اېپي فقیر د پښتنو حقونو لپاره اوږده مبارزه کړې وه او د ۱۹۴۷ز کال...