د روسیې سترې محکمې طالبان د ترهګرو له نوملړه وایستل د روسیې سترې محکمې نن پنجشنبه طالبان د ترهګریزو ډلو له نوملړه لرې کړل. اسوشیتید پریس خبري اژانس دا کار د طالبانو لپاره " دیپلوماتیکه بریا" بللې. روسیې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي وو. تر دې وړاندې د روسي د کابینې یوشمېر غړو له ولسمشر پوتین نه غوښتي وو چې طالبان له دې نوملړه وباسي. هغه مهال روسي چارواکو ویلي و چې دوی د طالبانو د حکومت رسمیت پيژندنې ته ګامونه جدي کړي دي. Читать полностью...