۱۳۸ افغانان له اسلام اباده جرمني ته ورسېدل یوه الوتکه چې ۱۳۸ افغان کډوال پکې سپاره وو، له اسلام اباد څخه د جرمني لایپزیګ ښار ته ورسیده. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ټولو افغانانو د "مشروط قانوني استوګنې جوازونه" ترلاسه کړي دي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پناه غوښتونکو کې ۴۵ ماشومان، ۷۶ ښځې او ۶۲ نارینه شامل دي. دوی به لومړی د مرکزي جرمني د کډوالو کمپ ته ولیږدول شي او په راتلونکو دوو اونیو کې به نورو ښارونو ته وویشل شي. سږ کال درې نورو الوتکو ۴۶۱ افغان کډوال جرمني ته لیږدولي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نږدې... Читать полностью...