متقي له صادق خان سره په لیدنه کې له پاکستانه د افغانانو پر "جبري اخراج ژوره اندېښنه" ښوولې
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له اصولو سره سم د افغان کډوالو "د خوندي" او "باعزته" ستنولو غوښتنه وکړه او په دې اړه یې له پاکستان سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.