د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغان کډوالو وضعیت یو ناورین بللی او د مرستو غوښتنه يې کړې
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له پاکستانه ستنو شویو افغان کډوالو ته خپلې مرستې زیاتې کړي او دغه ناورین ته پام واړوي.
په ورته وخت کې یو شمېر هغه افغانان چې تازه له پاکستانه ایستل شوي وايي، بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.