نن په کابل کې د طالب او پاکستاني چارواکو ناسته ترسره کیږي، خو ظاهرا له پاکستانه د زرهاوو افغان کډوال جبري اخراج د اجنډا برخه نه ده
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ظاهرا ښې نه ښکاري ټاکل شوې چې نن د دواړو هیوادونو د استازو ترمنځ په کابل کې د JCC په نوم د همغږۍ د ګډې کمېټې ناسته ترسره شي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، د پاکستاني پلاوي مشري به د هغه هېواد ځانګړی استازی محمدصاق خان او د افغانستان لوري به د د دوی د حکومت د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.
نوموړي ویلي چې دا د جې سي سي اوومه غونډه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوځل په اسلام آباد او یوځل به کابل کې ترسره کیږي.