افغانستان ته ستانه شوي کډوال په سرپنا پسې سرګردانه دي
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې په چټکېدو سره یو شمېر افغانان چې په وروستیو کې دې هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي وايي دوی سرپناه نه لري او دا چې د کرایې کورونو بیې هم خورا لوړې شوي دي.