پر حزب اسلامي پراخ محدودیتونه، شنونکي وایي طالبان فکري دایره تنګوي
وروسته له هغه چې په کندوز ولایت کې د طالبانو د حکومت د عدلیې ریاست ته منسوب، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دپلویانو د نیولو، فعالیتونو او دفترونو د تړلو په اړه پر خواله رسنیو یوه مکتوب خپور شو، د ښاغلي حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار وایي چې طالبانو یې پر پلار او د دوی د ګوند په پلویانو ګڼ محدودیتونه وضع کړي دي.
حبیب الرحمن حکمتیار ازادي راډیو سره خبرو کې وویل " دوی حساسیت ښیي، حتا په دې ناستو چې جناب حکمتیار صاحب ته خلک راتلل،دوی ورځ بلې ته خپل قیودات زیاتوي، دوی(طالبان) حتا له ښې مشورې...