Добавить новость

د بهرمیشتو افغانانو ګډه جرګه سبا کابل ته ځي

ټاکل شوې ده چې چهارشنبه د بهر میشتو افغانانو یوه اتلس کسیزه ګډه جرګه کابل ته ولاړه شي. د دې جرګې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې دي چې دوی به د طالبانو له چارواکو سره د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه خبرې وکړي. د اروپا میشتو افغانانو دا ګډه جرګه پروسږکال هم افغانستان ته تللې وه او په کابل کې یې د طالبانو له یوشمیر چارواکو سره په ورته موضوعاتو خبرې کړې وې، خو د دوی غوښتنې عملي نه شوې. د دې جرګې په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې افغانستان یوازې د خبرو اترو، عدالت او ټولشموله ګډون له لارې روښانه راتلونکې ته رسیدلی شي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта