د طالبانو مخالفې جبهې: د حل یوازنۍ لاره د طالبانو د حکومت پرزول دي د طالبانو د حکومت سیاسي او پوځي مخالفانو یوځل بیا د دغه حکومت په وړاندې پر وسله والې مبارزې ټینګار وکړ. د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود طالبان په " ظلم او وحشت" تورن کړل او زیاته یې کړه چې " هیڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نه کوي". ښاغلي مسعود ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو اراده او تقاضا ډيره شوې ده. د طالبانو دغه مخالفان پرون دوشنبه، په سالنګ کې د خپلو ۷ غړو د وژلو د دویمې کلیزې په یاد غونډه کې، انلاین جرګه شوي وو. د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا غونډې ته وویل... Читать полностью...