له پاکستانه د کډوالو اخراج، پرون هم څه باندې ۷۲۰ کورنۍ پر تورخم او سپین بولدک را اړول شوي د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو ځانګړی عالي کمیسیون وایي، پرون دوشنبه څه باندې ۷۲۰ کډوالې کورنۍ پر تورخم او سپین بولدک افغانستان ته را اړول شوي دي. د دغه کمیسیون دارلانشا په خپل ورځني راپور کې ویلي چې د دوی د ترانسپورت، روغتیا، مالي او نورو کمیټو راستنو شویو ته اړینې مرستې رسولي دي. که څه هم د طالبانو حکومت له را ستنېدونکو سره د مرستو خبره کوي، خو ګڼ شمېر راستنو شویو ازادي راډیو ته ویلي چې یا هیڅ مرسته ورسره نه کیږي او که کیږي هم کمې او یوازې یوځل دي. څو ورځې وړاندې د کډوالو په چارو... Читать полностью...