Добавить новость

د افغان ښځینه کریکټرانو د ملاتړ لپاره ځانګړی کاري ځواک او د ملاتړ صندق رامنځته کیږي

د کریکټ نړیواله شورا ( آی.سي.سي) وایي، د افغانستان د ښځینه کریکټ لوبډلې د ملاتړ په هدف، چې د طالبانو له راتګه وروسته جلاوطنه شوې، یو " ځانګړی کاري ځواک" رامنځته کوي. کریک انفو ویبپاڼې د کریکټ نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې چې پرون یکشنبه خپره شوې لیکلي چې دغه نوښت په هند کې د کریکټ د کنټرول د پلاوي، د اروپا مرکزي بانک او د استرالیا د کریکټ ادارې په همکارۍ ترسره کیږي. له دې سره د ښځینه کریکټ لوبغاړو د مالي ملاتړ لپاره یو ځانګړی صندق رامنځته کیږي چې ډاډ ترلاسه شي افغان کریکټرانې د لوبو د دوام لپاره د اړتیا وړ پیسې لري.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта