Добавить новость

د اوکراین پر سومي ښار د روسیې په برید کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

اوکرایني چارواکي وايي، پر سومي ښار د روسیې د توغندیو په برید کې لږ تر لږ ۳۲ تنه وژل شوي دي.د اوکراین د بیړنیو خدماتو چارو ادارې د اپرېل پر ۱۳مه د مرګژوبلې لوړېدو خبر ورکړ. تر دې مخکې ځايي چارواکو د وژل شویو شمېر ۲۱ یاد کړی وو. په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي. چارواکي وايي، په حمله کې د ۱۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۴ تنه ژوبل شوي دي. د سومي سیمې پوځي انتظامیې د اپرېل پر ۱۳مه وویل چې روسیو ځواکونو د هغه وړوکي ښار پر مرکز دوه بیلېسټېک توغندي ویشتلي دي. هغه وړوکی ښار د اوکراین په شمال کې د روسیې پولې ته نېږدې پروت دی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта