ملګري ملتونه: د کابل ښاریانو لوی اکثریت غیر پلاني کورونو کې اوسیږي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدنې پروګرام "یو ان-هابیتات" وايي، کابل چې د افغانستان د ښاري نفوس له څلویښت سلنې زیاته برخه لري، له هرو پنځو اوسیدونکو څلور یې په غیر رسمي او غیر پلان شوي سیمو کې ژوند کوي، هغه سیمې چې له اساسي ښاري خدمتونو بې برخې دي.
د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۱۳مه "یو ان -هبیتات" پر ایکس پاڼه لیکلي چې دا سیمې په ځانګړې توګه د شدیدو اقلیمي پیښو له امله زیان ګالې دي، هغه موضوع چې د دې ادارې په ټکو د اقلیم د بدلون په وړاندې د اغیزمنو ګامونو بیړنۍ اړتیا رابرسېره کوي.
له دې...