اوکراین کې د روسیې خونړي برید ۳۴ تنه وژلي، برید د امریکایي او اروپایي مشرانو غبرګونونه پارولي د اوکراین پر سومي ښار د روسیې پروني خونړي برید د امریکا او اوروپایي مشرانو غبرګونونه پارولي دي. د یکشنبې ورځې دغه توغندیز برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۳۴ تنه ووژل شول او د پنځلسو ماشومانو په ګډون ۱۱۷ نور ټپیان شول. د اروپایي کمیسیون مشرې اورسلا فون دیرلاین دا برید " د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض " بللی او زیاته کړې ده چې اوربند ته پیاوړي اقدامات په کار دي. په سیمه کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریال ویلي، برید د سومي ښار په مرکز کې هغه مهال شوی چې ګڼه ګوڼه زیاته وه او مسیحیان د یکشنبې ورځې عبادت لپاره کلیسا ته روان وو. Читать полностью...
ГК «Рики» и Академия Штиглица подписали соглашение о сотрудничестве в сфере подготовки кадров для анимационной индустрии