د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ازادو مبارزو د لوبو ځانګړی مېلمه وو د یو اف سي په نوم د ازادو مبارزو تر ټولو معتبره سازمان بېګا د امریکا په میامي ښار کې د اتلولۍ په څو کمربندونو لوبې برابرې کړې وې. ډونالډ ټرمپ چې د یو اف سي له مشر ډانا وایټ سره کلک ملګری دی دغو لوبو ته ورغلی وو او ګڼو خلکو یې هرکلی وکړ. په بیګانیو لوبو کې اسټرالیايي لوبغاړي الکساندر ولکنوفسکي خپل سیال ډیګو لوپیز مات کړ او اتلولۍ ته ورسېد. انګریز پدي پمبلټ هم بل مشهوره لوبغاړی مایکل چندلر ناک اوټ کړ او اتل شو. په بله مهمه لوبه کې هم د نیمه درانه وزن مشهوره لوبغاړي دومینیک ریس نیکیتا کریلوو ناک اوټ کړ. Читать полностью...
ГК «Рики» и Академия Штиглица подписали соглашение о сотрудничестве в сфере подготовки кадров для анимационной индустрии