پاکستان ایران کې د خپلو ۸ اتباعو د وژنې عاملانو ته د سزا غوښتنه وکړه د پاکستان د صدر اعظم شهباز شریف دفتر په ایران کې د اتو پاکستاني کارګرو وژنه غندلې او له تهرانه یې غوښتي چې د پيښې عاملین پیدا او سزا ورکړي. د شریف دفتر پرون یکشنبه ( د حمل ۲۴مه) په دې اړه اعلامیه خپره کړې ده. د ازادۍ راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا لیکلي چې یوشمېر وسله وال د شنبې په ورځ د سیستان بلوچستان ولایت د مهرستان ښار یوې فابریکې ته ننوتلي او پر پاکستاني کارګرو یې، چې په خوب کې وو، ډزې کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د یکشنبې په ورځ دغه پیښه " ترهګریزه" وبلله او وې ویل د عاملانو د نیولو لپاره به یې لازم اقدامات وکړي. Читать полностью...
ГК «ДИАКОН» представит инновационные решения для скрининга колоректального рака на медицинском форуме в Казани
От старшего сына отказался под давлением жены, младших не уговорил вернуться в Россию: Игорь Бутман о детях