استنبول کې د افغانستان همغږۍ ډلې غونډې ګډونوالو له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنې کړې دي
سرچینې وايي، د ترکیې په استنبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې اکثرو ګډونوالو له هغه هېواد سره د بشري مرستو د دوام ملاتړ کړی دی.یوشمېر سرچینو د اپرېل پر ۱۱مه د غونډې پر دویمه او وروستۍ ورځ د نوم نه ښوولو په شرط مشال رادیو ته وویل، د هېوادونو او بېلابېلو سازمانونو استازو له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده.
د ناستې له جریانه باخبره سرچینو دا و نه ویل چې مشخصاً د څومره مرستو ژمنه شوې، خو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر، چې د غونډې له تنظمیوونکو څخه دی، ویلي دي چې د خبرو موخه "د افغانستان ناورین" ته د پیسو ټولول دي.