Добавить новость

د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی نن په ناببره سفر روسیې ته ولاړ

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو لوړ پوړی سلاکار سټیف ویتکوف روسیې ته تللی دی. د ازادې اروپا /ازادي راډیو د خبر د مرکز په وینا، ښاغلی ویتکوف په داسې وخت کې دا سفر کوي چې د امریکا اواکراین ترمنځ په واشنګتن کې خبرې روانې دي او بریتانیا او جرمني په بروکسل کې د اوکراین په اړه غونډې لري. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د روسیې دولتي رسنیو ته وویل چې د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکوف نن (د اپریل په ۱۱مه) روسیې ته ورسید. ښاغلی ویتکوف به د شنبې په ورځ په عمان کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي او د دې سفر په درشل کې دی په روسیې کې تم شوی دی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта