په داسې حال کې چې پاکستان د بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو ستنولو ته دوام ورکړی دی، په خیبر پښتونخوا کې مېشتو ښځو او نجونو له اسلام اباده غوښتي دي چې له هېواده دې یې نه باسي. هغوی وايي، په افغانستان کې طالبانو پر ښځو یولړ بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي نو هلته زده کړې، کار او د ژوند نورې چارې نه شي ترسره کولای، او ژوند یې هم له خطر سره مخامخېدای شي. دوی وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګڼې ښځې او نجونه د ښه راتلونکې او زده کړو د دوام لپاره پاکستان او ایران ته ولاړې خو اوس خپل مستقبل ته اندېښمنې دي.