یو نرښځی وايي د افغانانو ایستلو له وېرې یې خوب تښتېدلی په پېښور کې مېشت یو نرښځی وايي، د طالبانو حکومت زنداني کړی وو او چې خوشې شو نو پاکستان ته ولاړ. نور وايي، په پاکستان کې یې هم پولیس او ولس ځوروي او په افغانستان کې یې کورنۍ نه قبلوي، نو نه پوهېږي چې څه وکړي. هغه وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ته یې عریضه کړې چې کوم بهرني هېواد ته ولاړ شي. نور زیاتوي، د پاکستان حکومت دې ورته بهرني هېواد ته تر تګ پورې هلته د اوسېدو اجازه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د اپرېل له لومړۍ اونۍ راهیسې د بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ... Читать полностью...