شهباز شریف وايي حکومت یې د معدني زېرمو استخراج او صادرولو په اړه کوټلې تګلاره جوړوي
د پاکستان وزیراعظم وايي، که هېواد یې د خپلو معدني زېرمو په ټولولو وتوانېږي نو د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) په څېر مالیاتي ادارو ته به "مخه ښه ووايي."شهباز شریف د اپرېل پر اتمه په اسلام اباد کې په معدنیاتو کې د پانګونې په اړه دوه ورځنۍ غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل، په پاکستان کې د معدني زېرمو ارزښت "زرګونه مېلیارده (ټرېلیینونه) ډالر" دی.
نوموړي د یوې کوټلې تګلارې پر جوړولو ټینګار وکړ. "سر له ننه باید یوه شریکه تګلاره وي چې تاسو [پانګوال] خام مواد استخراج کړئ، صنعت ولرئ، هغه په توکو یا...