Добавить новость

امریکا له روسیې سره د سفارتونو د فعالیتونو په تړاو خبرې کوي

د امریکا متحد ایالتونه او روسیه به پنجشنبه( د اپریل ۱۰) د ترکیې په استانبول کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو په تړاو خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې د مسکو او واشنګتن پلاوي به د سفارتونو د چارو د فعالیتونو په اړه د دوهم ځل لپاره سلامشورې وکړي. اغلې بروس زیاته کړه چې په دې خبرو کې به پر بلې هیڅ سیاسي یا امنیتي موضوع بحث ونه شي او نوموړې ټینګار وکړ چې د اوکراین جګړه په دې اجنډا کې بیخي شامله نه ده.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта