د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې پر همکاریو ټینګار وکړ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار د دواړو هیوادو ترمنځ له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پردوام ټینګار وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې د دغه وزارت د ویاندې ټامي بروس په وینا راغلې دي چې پرون د ټیلفوني مکالمې پرمهال ښاغلي روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار څخه چې د صدراعظم مرستیال هم دی مننه وکړه چې د داعش خراسان غړی محمد شریف اله یې نیولی او امریکا ته سپارلی دی. د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر... Читать полностью...