ایران تایید کړه چې له امریکا سره په لوړه کچه مذاکرات کوي د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له ایران سره یې مخامخ خبرې پیل کړې دي او په لویه کچه به د اپریل په دولسمه مذاکرات وشي. ډونالډ ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره پرون په سپینه ماڼۍ کې د ګډ خبرې کنفرانس پرمهال دا خبرې وکړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم دا خبره تایید کړه چې ټاکل شوې ده د اپریل په دولسمه یوه غونډه وشي. ښاغلي عراقچي د ولسمشر ټرمپ تر خبرو لږ وروسته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې ایران او متحد ایالتونه به د شنبې په ورځ په عمان کې په لوړه سطحه غیر مستقیم مذاکرات وکړي. Читать полностью...